روغتیا

د کوواکس بنسټ په مرسته، د کرونا واکسین دویمه محموله کابل ته ورسېده

کابل / د کب ۱۹ مه / باختر
د کرونا واکسين همغږي کوونکي (کوواکس بنسټ) د کرونا واکسين محموله د افغانستان عامې روغتيا وزارت ته وسپارله.
د ا د کرونا واکسين دويمه محموله ده چې له هند وروسته د کوواکس بنسټ له لارې د افغانستان له دولت سره مرسته شوې ده.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح د افغانستان د دولت او د عامې روغتيا وزارت په استازيتوب له کوواکس بنسټ او د هغه د ملاتړو په تېره بيا د اروپا اتحاديې، د نړۍ روغتيايي سازمان او د يونېسف له موسسې څخه مننه وکړه او ويې ويل چې افغانستان په منځنۍ آسيا کې لومړنى هېواد دى چې د کوواکس بنسټ له لارې د کرونا واکسين ترلاسه کړى دى.
هغه دغه راز وويل: د کوواکس بنسټ د کرونا ١۶ میليونه دوزه واکسين د افغانستان له دولت سره ژمنه کړې ده چې نور يې په مرتب ډول هېواد ته واردېږي او موږ هلې ځلې کوو چې د نړيوال بانک، آسيايي پرمختيايي بانک او د نورو روغتيايي شريکانو له لارې د هېواد ۴٠ سلنه وګړو ته د کرونا ٣٢ میليونه دوزه واکسين برابر کړو.
د عامې روغتيا وزارت سرپرست وويل: ټاکل شوې ده د کرونا واکسين د تطبیق په دويم پړاو کې د ښوونځيو او پوهنتونونو استادان واکسين شي چې په راتلونکي کال کې د ښوونې او روزنې سيستم په عادي ډول دوام وکړي.
د اروپا اتحاديې استازي ارنوت پاولس د نړى د روغتيايي سازمان او د يونېسف له ادارو څخه مننه وکړه او ويې ويل چې د اروپا اتحاديه د کوواکس بنسټ ستر ملاتړې ده چې تراوسه له دغه بنسټ سره د کروناويروس د پېرودنې لپاره څه ناڅه يو میليارده يورو مرسته کړې ده.
پاولس له دغه بنسټ سره د اروپا اتحاديې د مرستو موخه په نړۍ کې د کروناويروس له منځه وړل وبلل او له افغانستان سره يې د خپلو همکاريو پر دوام ټينګار وکړ.
په دې محموله کې د کرونا ۴۶۸ زره دوزه واکسين شته.
له دې وړاندې هندوستان د کرونا واکسين ۵٠٠ زره دوزه د افغانستان له دولت سره مرسته کړې وه چې له هغې څخه په استفادې سره تراوسه څه ناڅه ۴٠ زره تنه په هېواد کې واکسين شوي دي.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته