کابل باختردسلواغې شلمه :
دبهرنيو چارو وزارت داقتصادي همکاريو معينې عادلې راز دجاپان دنړيوالو همکاريو د ادارې ( جايکا ) له ستر مرستيال تکومي ويشيما او له ملګري هيئت سره يې وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ، عادلې راز دجاپان هېواد او جايکا بنسټ دهراړخيزو همکاريو له امله قدرداني وکړه او داوبو دسرچينو ، کرکيلې او دښاري پراختيا دمديريت په برخه کې يې دجاپان له تجربو څخه ګټه اخستنه مهمه وبلله او په دغوبرخو کې يې دزياتې همکارى غوښتنه وکړه .
ويشيما هم په افغانستان کې دبنسټونو پراختيا دجايکا او دجاپان دحکومت کاري لومړيتوب وباله او له افغانستان سره يې ددغه بنسټ دهکاريو ډاډورکړ . اقتصادي معينې دغه راز ددولتي کارکوونکو لپاره دماسترى او دوکتورا دتحصيلي بورسونو دبرابرولو په خاطر دجايکا له ادارې څخه مننه وکړه او ددغه بهير ددوام غوښتنه يې وکړه .
ختم- ف _ اکرم