فرهنګ

حسينه ساپۍ: هلې ځلې دې وشي، نوروز د ټولنيزې سولې په تفکر او نظر سره ونمانځل شي

-کابل/ د کب ١٠مه/ باختر
د نوروز جشن د جوړولو ملي کمېسيون نن د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د سرپرستې حسينې ساپۍ په مشرۍ ناسته وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبر له مخې؛ د ناستې په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې په لنډو خبروکې وويل: هلې ځلې دې وشې چې د نوروز لرغونى جشن د ټولنيزې سولې په تفکر سره ونمانځل شي، يعنې زياتره پر سولې تمرکز وشي او ترڅنګ يې ښځو او د هغوى پراخ ګډون ته هم پاملرنه شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي چارو د سلاکار ډاکټر خوشحال روهي د څرګندونو له مخې؛ د نوي کال لرغونى جشن د کابل ښار په څلورو سيموکې نمانځل کېږي.
په ناسته کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مشرتابه پلاوي، د بهرنيو چارو، ماليې، پوهنې، د کرنې او اوبولګولو، د ښځو چارو، د حج او اوقافو، سرحدونو، د قومونو او قبايلو چارو، بيارغاونې او پرمختيا، ملي دفاع، کورنيو چارو، انرژۍ او اوبو او د سوداګرۍ د وزارتونو، د المپيک د ملي کمېټې، د بدني روزنې رياست، د ژوندانه چاپېريال ساتنې ادارې، علومو اکاډمۍ، ملي امنيت، ملي راډيو ټلويزيون، د کسبګرو اتحاديې، د کابل ښاروالۍ، د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې، د مدني بنسټونو د شورا، د هنر د عالي شورا، د رسنيو فدراسيون، د کرکټ بورډ استازو او د ملي تدارکاتو سلاکار ګډون لاره چې هر يو د نوروز جشن د ښه نمانځلو په اړه يې خپلې نظريې او پيشهادونه وړاندې کړل.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته