ورزش

دکبدي دملي ټيم لوبغاړي دآسيا داتلوالۍ په سياليو کې ګډون کوي

کابل  باختر  د ثور د مياشتې ١١ :
دهېواد دکبدي دملي ټيم لوبغاړي نن پاکستان ته لاړل.
ددغه ټيم په ترکيب کې دهېوا دکبدي دملي ټيم  پنځلس تنه ورزشکاران  او د کبدي فدراسيون غړي ګډون لري او ټاکل شوې ده  چې دغه ټيم دآسيا داتلوالۍ  په هغو سياليو کې  ګډون وکړي چې دپاکستان په اسلام اباد کې ترسره کيږي.
دبدنې روزنې او ورزش  دلوى رياست يوخبرځاى باخترآژانس ته خبرورکړ  چې
په دغو سياليو کې دافغانستان  ، پاکستان ، هندوستان ، بنګله ديش  ، ايران ، ترکمنستان ،نيپال او دسريلانکا دهېوادونو  دکبدي  ملي ټيمونه ګډون کوي.
ويل کيږي  چې دغه سيالۍ  سبا دروان کال دثور دمياشتې په  ١٢ نيټه پيليږي او شپږ ورځې دوام کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته