فرهنګ

يو شمير هنرمندانو خپلې ستونزې داطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره طرحه کړې.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
اطلاعاتو او فرهنګ وزير عبدالباري جهاني نن له يو شمير هنرمندانو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې واوريدې.
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې : په دې کتنه کې دهنرستان رييس محمد هاشم شارق ، دملي نګارستان آمرې صابرې رحماني،دکابل پوهنتون دښکلو هنرونو دپوهنځي او دکابل ښکلو هنرونو او صنايعو د انستيتوت يو شمير استادانو دهنرمندانو دتابلو ګانو دپيسو دنه ورکړې له پلوه چې د ١٣٩٢ کال دنوروز په جشن کې يې دپيرودنې په خاطر دپغمان ماڼۍ ته ليږدولې وې ، دهيواد په دننه او بهر کې دهنرمندانو د آثارو دنندارتون دجوړولو د زمينو دبرابرولو ، دهيواد دهنرمندانو دآثارو لپاره دنندارتونونو دجوړولو ديوه مشخص سالون دجوړولو او د دولت له خوا دهنرمندانو دملاتړ په اړوند خپلې يو لړ ستونزې او وړانديزونه بيان کړل .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزير دهنرمندانود ستونزو او وړانديزونو له اوريدو وروسته څرګنده کړه چې هنر دفرهنګ يوه مهمه او اساسي برخه ده او دغې برخې ته پاملرنه د اطلاعاتو او فرهنګ  وزارت دنده ده .
ده زياته کړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دامکان په حدودو کې دهنرمندانو دستونزو دلرې کولو په خاطر لازم اقدامات ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته