فرهنګ

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال انجينیر محمدخان سره وکتل

کابل باختر د کب د مياشتې ٢٦ مه
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون مشرې او غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال سره د دغه کمېسیون پر وړاندې په شته ستونزو او لاسته راوړنو خبرې وکړې.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
د کمېسیون مشرې هوا علم نورستانۍ اطلاعاتو ته د لاسرسي په قانون کې د دولت له ملاتړ مننه وکړه او زیاته یې کړه چې اطلاعاتو ته لاسرسی د هر انسان بشري حق دی او باید په ګډه د دغه حق د لاسته رواړلو لپاره کار وشي.
اغلې نورستانۍ د دغه کمسیون په خپلواکۍ ټینګار وکړ او ویې ویل چې د دغه کمېسیون په خپلواکۍ سره به کارونه چټک شي او وبه کولای شي چې په نړیواله کچه یو جامع او هر اړخیز قانون رامنځته کړي.
اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون غړي دانش کړوخيل اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د تعدیل په طرحه کې د حکومت ملاتړ د ستایلو وړ وباله او زیاته يې کړه چې دغه قانون د لا بډاینې او ودې لپاره باید ګډې هڅې وشي.
ښاغلي کړوخیل همدارنګه و ویل چې اوسمهال له ۶۲ دولتي ادارو سره په ګډه د دغه قانون په اړه کار کوو او هڅه کوو چې د عامه پوهاوي له لارې دغه قانون ټولو دولتي ادارو او خلکو ته ورسوو.
د کمېسیون غړو د اجرائیه ریاست له لومړي مرستيال څخه وغوښتل چې په اطلاعاتو د لاسرسي قانون د عامه پوهاوي په پروګرام کې د لومړي معاونیت اړوند کار کونکي باید برخه واخلي چې د لومړي مرستيال له لوري يې غوښتنې ته هر کلی و ویل شو او په دې برخه کې یې د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال انجينیر محمدخان د کمېسیون لاسته راوړنې مهمې وبللې او زیاته يې کړه چې له پټو اسرارو پرته په اطلاعاتو لاسری د خلکو بشري حق دی چې حکومت په دې برخه کې هر اړخیزې همکارۍ او مرستې ته چمتو دى.پاى_ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته