کابل باختر د چنګاښ څلورمه :
د داعش د تروريستي ډلې شپږ تنه غړي د ننګرهار ولايت په مربوطاتوکې د ائتلاف ځواکونو د هوايي بريد په بهيرکې ووژل شول .
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر دباختر آژانس خبريال ته وويل:
د ننګرهار ولايت کې په هسکې مينې ولسوالۍ پورې اړونده د ګورګورې او چونګي په ساحوکې پرون د داعش د تروريستي ډلې په پټنځايونو هوايي بريدونه وشول چې له امله يې د دغې ډلې شپږ تنه ووژل شول .
دغه راز د ننګرهار ولايت د بټي کوت ولسوالۍ په مربوطاتوکې د وسايطو ضد يو ماين د امنيتي او دفاعي ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړى شو .
ختم_ شکريه _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ