فرهنګ

ميرمن حسينه صافۍ : ښځې په بېلابېلو برخو کې درهبرۍ ظرفيت لري

کابل باختردوږي دمياشتې٢١نيټه : 
داطلاعاتواوفرهنګ وزارت سرپرستې حسينې صافۍ نن په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي اداري دپرموت ادارې له رئيس سره وکتل او ويې  ويل  چې  ښځې  په بېلابېلو برخو کې درهبرۍ ظرفيت لري .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې ؛ په دې کتنه کې په افغانستان کې دامريکا دمتحده ايالاتو دپرمختيايي ادارې دپرموت دپروژې رئيسې  ميرمن ډاکتر سوزان  په دې پروژه کې شاملو نجونو  ته دزده کړې دفرصتونو په برابرولو کې داطلاعاتو اوفرهنک وزارت دهمکارۍ له امله مننه وکړه .
ددې دڅرګندونوله مخې ؛ تراوسه پورې درې زره ميرمنې او نجونې له يوکلنۍ  روزنيزې دورې وروسته فارغې شوې دي  .
وروسته داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  سرپرستې په لنډو خبرو کې وويل  چې دځوانو نجونو دهڅونې اوپه  دولتي ادارو کې دهغوى  دجذبولو لپاره  دفرصتونو دبرابرولو په خاطر بايد منظم پروګرام ترلاس لاندې ونيول شي .
ددې دڅرګندونوله مخې ؛ ميرمنې اوځوانې نجوني ځلانده راتلوونکي لري  او دهېواد  جمهوررئيس د ځوانو ميرمنو او نجونو هر اړخيز ملاتړ کوي.
پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته