روغتیا

په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د وړاندې کولو پر ښه والي ژمنه وشوه

کابل / د سلواغې ۱۳ مه / باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح د ده د معرفي کولو په غونډه کې د افغانستان عامې روغتيا وزارت، د روغتيا برخې د ټولو کارکوونکو ګډ کور وباله.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ ډاکټر مجروح د هغه باور چې د عامې روغتيا وزارت د سرپرست په توګه پرې شوى دى، مننه وکړه او د دغه وزارت د مشرتوب پُست یې يو ستر مسووليت وباله.
هغه د روغتيايي خدمتونو د کيفيت د لوړولو په موخه په روغتيايي سيستم کې د بنسټيزو بدلونونو د رامنځته کېدو يادونه وکړه او ويې ويل: د روغتيايي خدمتونو د کيفيت ښه والى يوه جدي اړتيا ده او په دې لاره کې به هلې ځلې وکړم.
هغه د طبي کادرونو، متخصصانو او روغتيايي کارکوونکو ملاتړ وکړ او څرګنده يې کړه چې د دغې برخې د ټولو زړه سواندو طبيبانو ملاتړ د هغه له اساسي لومړيتوبونو څخه دى.
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته