ټولنه

دچاريکارو ښار دناحيو داوبو رسولو دشبکې کار پيل شو .

کابل باختر د سلواغې  دريمه :
دچاريکار ښار  دبېلابېلو ناحيو داوبو رسولو دشبکې کار نن پيل شو .
  دپروان والي  محمد عاصم عاصم  دخلکو په ژوند کې داوبو د حياتي ارزښت په باب خبرې وکړې او ويې ويل :اوبه ژوند بخښوونکې منبع ده او دهغه دپاک ساتلو په برخو کې موږ ټول مسووليت لرو .  دپروان والي  دچاريکار ښار اتمې ، نهمې او دولسمې  ناحيو ته  داوبو رسولو  دپروژې تطبيق  يو ښه برياليتوب وباله او زياته يي کړه دغه پروژه  د اته  ديرشو مليونو افغانيو په لګښت  دپنځه ويشتو کيلومترو په اوږدوالي  دچاريکارو ښار  په دغو ناحيو کې دځينو کورنيو لپاره  تطبيقيږي او  دسيمې خلک  له قراردادي شرکت  سره  دهغه  دتطبيق  او دپروژې دکيفيت والي په برخه کې مسووليت لري او هيله يې څرګنده کړه چې داوبو د کمښت له پلوه  دچاريکارو ښار دخلکو مهمه ستونزه لرې شي . 
وروسته  دافغانستان داوبو رسولو او کاناليزاسيون لوى رييس انجنير حميد الله دراني خبرې وکړې او ويې ويل : دغه پروژه  ددولت له بودجې څخه داته ديرشو مليونو افغانيو په لګښت  دلطيفي  دژورو څاګانو دکيندلو له شرکت  سره  دپنځه ويشتو کيلومترو په اوږدوالي  په دولسو مياشتو کې قرارداد کړى دى  چې له هغه څخه  به  ترراتلونکو يو کال پورې يو زرو دوه سوه کورنۍ  ګټه واخلي .
دغونډې په پاى کې ددغې شبکې  دبنسټ ډبره  دپروان ولايت دمرستيال او دهېواد  داوبو رسولو او کاناليزاسيون دلوى رييس له خوا  کيښودل شوه او دغه پروژه  د چاريکارو ښار دلومړي ښاروال  محمد علم خان په نامه ونومول شوه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته