ټولنه

په غور کې د ښځو لپاره د کار زمينه برابرېږي

غور  باختردکب دمياشتې٢٠ نيټه :
د غور عالي اداري   د وزګارو  ښځو لپاره  دکار زمينه برابره کړې ده.
دغور والي عبدالحى خطيبي  دباخترآژانس  خبريال ته وويل؛ دغه اداره  هلې ځلې  کوي چې د دغه ولايت دکار، ټولنيزو  چارو درياست له خوا د دغه ولايت ، د وزګارو نجونو او ښځو لپاره  د لوړو زده کړو او کارزمينه برابره کړي.
خطيبي زياته کړه  د پروموت موسسې دکار او ټولنيزو  چارو  رياست په همکارۍ  دښځو په جلبولو  او جذبولو کې ستره ونډه  ترسره کړې ده.
ده وويل چې دغه اداره غواړي  څو له دې لارې  وزګارو ښځو ته لکه دفتر داري   ، خياطي  ، ګلدوزي ، خامک ګنډلو ، دمبايل ترميمولو  او د نل ځغلولو د زده کړو په برخه کې د کار زمينه برابره کړي څو تر يوه وخته پورې خپلو کورنيو سره مرسته وکړي. پاى شکريه ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته