ټولنه

په مزارشريف ښار کې دتېلو په يوه زيرمتون کې اور لګېدنې تاوانونه واړول

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دمزاشريف ښار په ختيځ کې دتېلو په يوه زيرمتون کې نن اور ولګېد .
دبلخ دامنيې قوماندانۍ وياند عادل شاه عادل دباختراژانس خبريال ته وويل چې دغه اور نن له غرمې مخکې دمزارشريف ښار په ختيځ کې دتيموريانو دتېلو دپلورنې په سراى کې ولګېد چې دغه اور دمزارشريف داور وژنې امريت دپرسونل په واسطه ووژل شو .
هغه زياته کړه چې په دې اور لګېدنه  کې دسرزيان نه دى اوښتى خو مالي تاوانونه رسېدلي دي  چې دقيق شمېر يې وروسته اعلامېږي .
  ختم_  عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته