سیاست

جمهوررئیس غني د ملي تدارکاتو ادارې رئیس ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ

کابل باختردتلې د مياشتې  ١٨  :
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني تير ماښام د ملي تدارکاتو ادارې د رئیس او کارکوونکو د ښو او غوره کړنو او خدمتونو د قدردانۍ په موخه ښاغلي یما یاري ته د غازي میرمسجدي خان عالي دولتي مډال او د دغې ادارې کارکوونکو ته ستاينليکونه ورکړل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په ارګ کې په دې مناسبت جوړوشویو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهور رئیس وویل، د افغانستان د ټولو ادارو مسوولینو او کارکوونکو ته مې پیغام دادی چې که خپلې چارې په موثریت او شفافیت ترسره کړي، نو دوی د افغانستان لوی ویاړنې دي.
جمهور رئیس د ملي تدارکاتو ادارې د رئیس او کارکوونکو غوره کړنوته په اشارې وویل، دوی وکولاې شول چې په ۱۸ میاشتو کې د افغانستان بریالۍ اداره جوړه کړي، داسې اداره چې د استرالیا هېواد د مالیې وزارت په ارزونه کې یې د هېواد په کچه لوړې نومرې واخیستې.
جمهور رئیس وویل، د ملي تدارکاتو ادارې موثریت او شفافیت په خلکو کې دا هیله پیاوړې کوي چې بنسټونه د ښو او موثرو خدماتو د وړاندې کولو په موخه اصلاح او پیاوړي کېدلی شي.
د هېواد جمهور رئیس د همکارۍ د روحیې ایجاد د ملي تدارکاتو ادارې د ښېګڼې په توګه یاده کړه او وې ویل، زموږ ګڼې ادارې د ښو ظرفیتونو د لرلو باوجود د همغږۍ په رامنځته کولو نه دي توانېدلي، مګر د ملي تدارکاتو اداره د همغږۍ د ایجاد په برخه کې بریالۍ ده.
جمهور رئیس وویل، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو او کارکوونکو د خپلو چارو په ترسره کولو کې نه یوازې ستړیا نه ده حس کړې، بلکې هیڅ ډول فشار ته هم نه دي تسلیم شوي. هغه زیاته کړه، دوی خدای تعالی، د هېواد اساسي قانون او د تدارکاتو قانون ته ژمن دي.
محمداشرف غني همدارنګه د جمهوري ریاست دویم مرستیال محمدسرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله،د مالیې، اقتصاد اودعدلیې وزیرانو، په زیربنایي چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار ډاکټر همایون قیومي، د ملي شورا، کابینې او سیستیکا ادارې له استازو څخه چې د ملي تدارکاتو کمیسیون په اونیزو غونډو کې یې منظم او فعال ګډون کړی، مننه وکړه.
جمهور رئیس وویل، د ملي دفاع وزارت په تدارکاتي چارو کې پام وړ بدلون راغلی، دکورنیو چارو وزارت کې یو شمېر بډه اخیستونکي نیول شوي او دا لړۍ به دوام ولري. هغه زیاته کړه، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو ډوډۍ غلا کول نه یوازې جرم، بلکې ګناه هم ده چې له مرتکبینوسره به یې قانوني چلند وشي.
ورپسې د ملي تدارکاتو ادارې رئیس یما یاري له جمهور رئیس څخه له دې امله مننه وکړه، چې د ده او د همکارانو کړنې یې د مډال اوستاينليکونه په ورکولو سره وستایلې. هغه وویل، د تدارکاتو نظام کې د اصلاحاتو راوړلو او د فساد پر ضد مبارزې له لارې به د ملي یووالي حکومت ټاکلي لیدلوري ته ځان نږدې  او د افغانستان د خلکو هیلې او غوښتنې پوره کړي.
ښاغلي یاري جمهور رئیس ته په خطاب کې وویل، له تاسو مو زده کړي چې سیاسي اراده د روښانه راتلونکي په لور د پرمختګ په موخه تړلې دروازې پرانیزي او د بریا چانس زیاتوي هغه زیاته کړه، دملي تدارکاتو اداره په حقیقت کې د هغو لیدلورو تحقق دی چې تاسو د هېواد په مالي او اداري نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو راوړلو او د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره مطرحه کړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته