سیاست

څارنپوه سرور دانش : دملي وحدت حکومت په خپلو ټولو ژمنو ولاړ دى

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ٥ :
ددايکندي ولايت دميرامور او شهرستان دولسواليو  يوشمير مشرانو او دمدني
بنسټونو غړو  نن  دجمهوررييس له مرستيال قانونپوه سرور دانش سره   وکتل او ددغو ساحو  دخلکو دستونزو او غوښتنو په باره کې يې څرګندونې وکړې.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې کتنه کې  دجمهوررييس مرستيال څرګنده کړه   دملي  وحدت دحکومت دمشرتابه هيئت  او په خپله  جمهوررييس  په هغو ټولو ژمنو چې کړى يې دي  ولاړ دى او تراوسه پورې   زياتره يې عملي کړي دي .
ده دغه راز وويل :  دپرمختيايي پروژو په برخه  کې که څه هم دروان مالي کال وخت پاى ته رسيدلى دى او  مجال هم نه  و  خو هغو ټينګارونو ته په پاملرنې سره چې وشول  دهېواد  دشمال اوجنوب او دختيځ اولويديځ  دوه مهم سړکونه  چې کار يې په تيرو کلونو کې  پيل شوى و، خو دځينو دلايلو له امله  ځنډول شوى و  کار يې بيا پيل شوى دى اودترسره کيدو  په حال کې دى .
دجمهوررييس مرستيال دغه راز وويل :  دعدلي اوقضايي نظام  داصلاحاتو او داداري اصلاحاتو په برخه کې  دخلکو دغوښتنې په اړوند هم موږ هوډمن يو هغه ټولې  ژمنې چې ورکړاى شوې دي وڅيړو او همدا اوس په  زياترو برخو کې کار پيل شوى دى.
ده ټينګار وکړ چې  دځوان  اودزده کړې  خاوند نسل  دوزرګارتيا په برخه کې هم موږ يولړ طرحې ترلاس لاندې لرو  چې هيله من يو وکولاى شو  په راتلوونکو کلونوکې ځينې يې عملي کړو.
په دې  کتنه کې دميرامور مشرانو هم  دپرمختيايي پروژو ګړندي کول ، دځوان او دزده کړې خاوند نسل دوزګارتيا دستونزې حل کول  اوپه عدلي اوقضايي نظام کې  اصلاحات  دخلکو  ډيرې مهمې غوښتنې وبللې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته