سیاست

دپنځلسوتنولست نن د انتخاباتي کميټې له خوا رسنيوته اعلام شو

کابلباختر دسنبلي٢٠
دپنځلسو تنولست نن دانتخاباتي کميټې له خوا دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون د کميشنرانو په توګه مشخص او رسنيو ته اعلام شو .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
دمشرانو جرګې رييس اود انتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون دغړودټاکني د کميټې غړي فضل هادي مسلميار د ملي شورا په مقر کې ديو مطبوعاتي کنفرانس  په ترڅ کې د پنځلسو تنو نوماندو لست بيان کړ چې له اړونده قانون سره سم د هغوي له جملې څخه پنځه تنه  به يې د جمهور رييس له خوا دانتخاباتي شکايتونو دخپلواک کميسيون د کميشنرانو په توګه انتصاب شي .
مسلميار وويل ،  چې دغه پنځلس تنه له هغو دوه سوه څلورشپيتو تنوڅخه چې خپل سندونه يې لنډ مهالې دارالانشا ته سپارلي وو ، انتخاب شوي دي چې ډاکتر نجيب الله ،شجاع الدين شجاع ، ميرمن شفيقه معابر،عبدالستار سعادت ، عبدالجبار حميدي ، سيد عزيز الله الفتي ، ميرمن ريدا عظيمي ، محمد جواد صالحي ، عبدالغيورغيور،امان الله تجلي ، نادرمحسني ،عزيزالله آريافر، ميرمن کاظمه محقق ، سيد فاروق عمر او پيغمبر قل دوغن  دي .
مسلميار زياته کړه چې ددغو اشخاصو په انتخا ب کې په انتخاباتي کميټه کې هيڅ راز لاسوهنه او سياسي فشار نه دى شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته