کابل /دوږي ٣١مه / باختر:
ننګيالى خروټي نا اشنا ستورى خو په دې ورځو کې د افغانستان د کرکټ ځلانده څېره ده.
ده د کرکټ شپږيزې سياليو کې خپله پياوړتيا وښوده او ورځ تر بلې پيژندل کيږي.
خروټي په ليګ کې د اوو لوبو په ترسره کولو ديارلس ويکټې تر لاسه کړې دي.
د خروټي همکاران وايي د ده ځليدل به د هېواد په کرکټ کې د يو نوم وتي لوبغاړي په تو ګه به تر سترګو شي.
ننګيالي خروټي په وروستيو کې و کولاى شول د ليګ د ځوان لوبغاړي جايزه تر لاسه کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ د ننګيالي خروټي په اړه د يو مطلب په خپرولو سره په شپږيزه ليګ کې د ده دځليدو ستاينه کړې ده .
ختم_ شکريه _اکرم