کابل باختر دثوردمياشتې ٣١ :
دجميل کرزي په مشرۍ دافغانستان دځوانانو دپيوستون ملي ګوند نن د جمهوري رياست دانتخاباتوپه دويمه دوره کې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره خپل ملاتړ اعلام کړ .
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې : په هغې غونډه کې چې له همدې امله جوړه
شوې وه دافغانستان دځوانانو دپيوستون دملي ګوند رييس جميل کرزي وويل :
ددغه ګوند مشرتابه هيت تصميم ونيوه چې دجمهوري رياست دانتخاباتوپه دويمه
دوره کې دډاکتر عبدالله عبدالله دټيم ملاتړ وکړي .
ده وويل : دځوانانو دپيوستون دملي ګوند يون ښيي چې هغه افراد چې غواړي زموږ دخلکو ترمنځ نفاق رامنځته کړي او زموږ ملي يووالي ته زيان ورسوي ، وخت
ور نه کړاى شي .
دغه راز ډاکتر عبدالله عبدالله دولسواکۍ په لاره کې ددغه ګوند پيوستون يو مثبت ګام وباله او ويې ويل چې دغه شان خوځښتونه دملي يو والي دزيات پياوړتيا سبب کيږي .
پخوا هم دجمهوري رياست دتيرو ټاکنو نوماندان ګل آغاشيرزوى او ډاکتر زلمى رسول هم دډاکتر عبدالله عبدالله ملاتړ کړى دى .
ديوبل خبرله مخې :
دروند سبز د بهير رييس امرالله صالح دجمهوري ر ياست له نوماندان ډاکتر عبدالله عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلام کړ .