ټولنه

دهيواد په يوشمير ولايتونو کې د وروستيو سيلاوونو له ا مله د سر د رسيدلو زيانونواو مالي تا وانونو په باب د مشرانو جرګې داداري هيات دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام

کابلباختر د اسد١٣
دهيواد په يوشمير ولايتونو کې د وروستيو سيلاوونو له ا مله  د سر د رسيدلو زيانونواو مالي تا وانونو په باب د مشرانو جرګې داداري هيات دډاډ ګيرنې او همدردي پيغام
د ملي شورا دمشرانو جرګې په ژور خپګان سره خبر ترلاسه کړ چې د کابل ولايت  په سروبي ولسوالۍ اودکاپيسا ،خوست ،نورستان ،پکتيا اودننګر هار دولايتونو په ځينو ساحو کې دسيلاوونو د را وتلو له ا مله زموږ په لسګونو تنه هيوادوال له منځه تللي ، يو شميرنور بيدرکه  شوي اوهم داستوګنې يوشميرکورونه ،په سلګونو جريبه ځمکه ، دوکانونه ،يو روغتون او نورعامه ملکيتو نه ويجاړ شوي او خلک له جدي ستو نزوسره مخامخ شوي دي
دملي شورادمشرانو جرګه ددغو ولايتونو خلکوته د ډاډ ګيرنې او همددي دمراتبو دڅرګندولو په ترڅ کي دلوي خداى (ج) له دربارڅخه ددغوپيښو قربانيانو ته دفردوس  جنت ،ټپيانو ته دسملاسي روغتيا او پاتي کسانو ته يې دجميل صبرهيله کوي .
دملي شورا دمشرانو جرګه  په جدي توګه دحکومت له مسولو ارګانونو او له مرستندويو مرکزونوڅخه غواړي چې ددغو پيښو دزيانمنو شويو کسانو مرستې ته ور ودا نګي اوبيړني اواغيزمنې مرستې ترلاسه لاندې و نيسي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته