ټولنه

په قندهار کې یو سړک پرانيستل شو او د بل سړک د پخولو کار پیل شو

کابل/ د کب٢٠ مه/ باختر
د قندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د یو سړک د پخولو کار بشپړ او د دغه ښار په لسمه ناحیه کې د بل سړک د جوړولو کار پیل شو.
د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت ویاند فریدون آژند نن باختر اژانس ته وویل: د قندهار ښار په پنځمه ناحیه کې د یو سړک د پخولو کار بشپړ او د دغه ښار په لسمه ناحیه کې د ٢٨٠ مترو په اوږوالي د بل سړک د جوړولو کار پیل شو.
دغه سړکونه د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د څه دپاسه ٩ میليونو افغانیو په لګښت جوړېږي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته