ټولنه

دډاډ ګيرنې پيغام .

کابل باختر د ثور څوارلسمه :
  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس محمد اشرف  غني دډاډګيرنې او همدردۍ  پيغام .
په ژورې خواشينۍ اوخپګان سره مې خبر ترلاسه کړ چې په نيمروز ولايت کې دجهاد او مقاومت  ددورې  يومجاهد الحاج صوفي  نور علي خان مهر زاد  بارکزي  وفات شوى دى .
ارواښاد الحاج نور علي جان مهر زاد  بارکزي  ، دبارکزو دقوم رييس او دنميروز ولايت  يومخور و چې  دخپل ګران عمر کلونه کلونه يې دخلکو  او قوم په خدمت کې تير کړي و ، مړينه يې  يوه ضايعه ده .
دخپلې ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام دراواښاد کورنۍ او دنيمروز ولايت  خلکو ته وړاندې کوم اروا ښاد ته دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه دفردوس جنت او پاتې کسانو ته يې دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته