کابل/ د وري۱۷ مه/ باختر
د کندز د عامې روغتیا مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې د شري ناروغۍ ۹۱۵ ناروغانو درمنله کړې ده.
د کندز د عامې روغتیا رييس نجيب الله ساحل د باختر آژانس خبریال ته وویل چې په دغه ولایت کې د یادې ناروغۍ ۹۱۵ ناروغانو درملنه شوې او ۱۷ مړه شوي دي.
هغه زیاتوي چې د دغه ناروغانو درمنله په وړیا ډول د کندز په حوزوي روغتون کې کېږي.
د نوموړي په وینا، د کندز په حوزوي روغتون کې يو وارډ چې د کرونا وبا لپاره ځانګړی شوی و، اوس د MSF دفتر په نوښت۸۰ بستريز وارډ د شري ناروغانو لپاره ځانګړی شوی چې دمګړۍ شاوخوا ۹۰ کسان پکې بستر دي.
ښاغلي ساحل زیاته کړه چې د MSF چارواکو نن ژمنه وکړه چې د شري ناروغانو د شمېر د زیاتوالي په صورت کې به د شري وارډ له ۸۰ بسترونو څخه لوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د کندزولایتي روغتون ته له بغلان، تخار او بدخشان ولایتونو څخه هم په شري ناروغۍ اخته کسان راوړل کېږي.
بارکزی