فرهنګ

په کابل کې د کتاب نندارتون جوړيږي

کابل باختر دوري  دوه ويشتمه :
ټاکل شوې ده د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او په کابل کې د ايران د اسلامي جمهوريت سفارت د فرهنګي اتشه او د مسعود بنسټ په همغږۍ سبا په کابل کې   د کتاب ستر نندارتون جوړ شي.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه نندارتون سبا د غازي په عالي ليسه کې پرانستل کيږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو چارو معين سيدآقا حسين فاضل سانچارکي په بېلابېلو فرهنګي برخوکې د ايران او په کابل کې ددغه هېواد د سفارت  له استازي او دغه راز د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي فعاليتونو د پراختيا له امله د قدردانۍ په ترڅ کې وويل چې دغه نندارتون به په هېوادکې يوه ډيره ستره فرهنګي پيښه وي.
په دې نندارتون کې څه ناڅه شپيته تنه خپرونکي له ايران څخه او ديرش تنه خپرونکي له افغانستان څخه ګډون کوي او خپل کتابونه به نندارې ته وړاندې کړي.
په دې نندارتون کې د هېواد جګپوړو مقاماتو، د ماشومانو او تنکيو ځوانانو لپاره له هنري ډلو او دغه راز د بېلابېلو شعري، هنري او ادبي برخو په ګډون د ښځو او ډلو او هم فرهنګيانو، علمي مرکزونو، د پوهنتونونو او د ښوونځيو استازو ته د ګډون بلنه ورکړ شوې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته