کابل/ د کب ٢ مه / باختر
پولیسو په ميدان وردګو کې هغو کسانو ته خبرداری ورکړ چې بې ځایه هوايي ډزې کوي.
امنیتي ځواکونو په نوي اقدام کې د سید اباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې د اسلامي امارت د ۴ غړو په ګډون ۵ تنه هغه مهال ونیول چې هوايي ډزې يې کولې.
د میدان وردګو د امنيې قوماندانۍ يو مسوول ملا روح الله عاصم باخترآژانس ته وويل: دغه ۵ تنه پرون د هوايي ډزو پرمهال نیول شوي دي.
د را رسېدلو خبرونو له مخې؛ نيول شوي کسان د سيمې د مشرانو په منځګړيتوب او ضمانت بېرته خوشې شوي دي.
د ميدان وردګو پوليس وايي: هغه کسان چې هوايي ډزې کوي قانوني چلند به ورسره کېږي.
\ ذ