کتمندو باختر د وږي دري ويشتمه :
د آسيا د فوټبال د کنفدراسيون رييس د آسيا د جنوب د ملتونو په جام کې دافغانستان د فوټبال دملي ټيم برياليتوب وستايه او ويلي يې دي چې افغانستان د آسيا د ملتونو د جام سياليو ته د رسيدو لپاره قوي چانس لري.
د افغانستان دفوټبال ملي ټيم د چهارشنبې په ورځ به هندوستان باندې د صفر په وړاندې د دوو ګولونو په برياليتوب سره د لومړي ځل لپاره يې د آسيا دجنوب دفوټبال د اتلوالى مقام وګاټه او افغانانو په ټول هيوادکې ددغه برياليتوب هرکلى وکړ .
د آسيا دفوټبال کنفدراسيون (اى اف سي) رييس شيخ سلمان بن ابراهيم الخليفه پرون وويل چې د افغانستان د فوټبال ملي ټيم اوس د آسيا دفوټبال کنفدراسيون د مبارزاتو جام له پاملرنې وړ ټيمونو څخه دى.
د آسيا د فوټبال کنفدراسيون د مبارزاتو دجام د سيالۍ ګټونکي چې په راتلونکي کال کې په مالديوکې ترسره کيږي؛ په مستقيم ډول د آسيا د وچې دملتونو جام په سياليو کې دګډون حق ترلاسه کوي .
د آسيا دملتونو دجام د فوټبال سيالۍ په ٢٠١٥ کال کې په استراليا کې ترسره کيږي .
د آسيا د فوټبال کنفدراسيون رييس وويل چې د آسيا په جنوب کې د افغانستان برياليتوب هغو ټيمونو ته خبر دارى دى چې هلې ځلې کوي په ٢٠١٤ کال کې د آسيا دفوټبال د کنفدراسيون دسياليو اتلولى وګټي .
شيخ سلمان زياته کړه: افغان لوبغاړي د سيمې په کچه خپله وړتياوښودله اوفکرکوم هغوى به دمالديو په سياليوکې له پاملرنې وړ ټيمونوڅخه وي.
0 1 دقیقه لوستل