ښوونه او روزنه

دلوګر پوهنتون تدريسي ودانۍ پرانستل شوه .

کابل باختردمرغومي يوولسمه :
دلوګر پوهنتون تدريسي ودانۍ پرون پرانستل شوه .
دلوګر پوهتون رييس  وحيد الله عبدالرحيم زي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه ودانۍ دلوړو زده کړو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه ددرې پنځوسو مليونو پنځه سوه زرو افغانيو په لګښت په پاخه اواساسي ډول په دوو پوړونو کې جوړه شوې ده .
ده وويل: شپږ نورې ودانۍ تر کار لاندې دي چې په ډير لنډ وخت کې به بشپړې شي چې ددغو ودانيو دجوړولو دکار په بشپړيدو سره  به په لوګر پوهنتون کې زيات پوهنځي   فعال شي.
دغه پوهنتون په  ١٣٩٣ کال کې جوړ شوى دى .  او همدا اوس دښوونې  او روزنې يوپوهنځي اوڅلور  ديپارتمنتونه  لري چې  دوه سوه اتيا تنه محصلان پکې په زده کړې بوخت دي .
ديادونې وړ ده چې ددغې ودانۍ دپرانستلو په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزيرې ،دلوګر والي ، دلوګر پوهنتون رييس اويوشمير استادانو او عالمانو ګډون کړى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته