نړۍ

د هند حکومت پاکستان ته د امريکايي پوځيانو د تجهيزاتو د پلورنې له امله انديښنه څرګنده کړه

نوى ډيلى ايرنا   باختر د زمري دمياشتې  ١ :
د هند دبهرنيو چارو وزير سوشما سوراج پرون  د دغه هېواد په پارلمان کې څرګنده کړه چې حکومت ټولې هغه پيښې چې دهند ملي  ګټې په خطر کې اچوي؛ تر نظر لاندې لري  او د خپلو ملي  ګټو د ساتنې لپاره  لازم اقدامات ترسره کوي.
ده څرګنده کړه چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پاکستان ته د ٩٥٢ مليونو ډالرو په ارزښت له اړوندو روزنيزو خدمتونو، تجهيزاتو او قطعاتو سره دڅو جنګي هليکوپټرونو  پلورل  تائيد کړل او دهند حکومت ددغو تجهيزاتو دپلورنې په باب خپلې انديښنې امريکا ته اعلام کړې دي.
د روان کال په پسرلي کې د امريکا دولت له تروريزم سره دپاکستان دمبارزې په لاره کې د٩٥٢ مليونو ډالرو په ارزښت د جنګي هليکوپټرونو ، توغنديو او د نورو  پوځي تجهيزاتو پلورل تائيدکړل او اعلام يې وکړ چې  پا کستان ته  ددغو  تجهيزاتو په پلورلو سره به  په سيمه کې پوځي انډول  ته به بدلون ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته