ورزش

د کوثر ټيم د پيام آسيا ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختردزمري دمياشتې ٢١ :
په هرات کې د فوټبال  د دويم لاس د ټيمونو سيالۍ نن سهار په يوې لوبې سره دوام وکړ.
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضياد باختر آژانس خبريال ته وويل چې په دې لوبه کې دکوثر ټيم د يوې په وړاندې په دريو سره د پيام آسيا ټيم ته ماتې ورکړه .
د فوټبال د دويم لاس د ټيمونو سيالۍ په هرات کې د دولسوټيمونوترمنځ پيل شوې دي او په دوام يې سبا د ميوند او آرش ټيمونه لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته