ټولنه

په هرات کې ديوې ترافيکي پيښې له امله يوولس تنه ټپيان شول .

کابل باختر دلړم اووه ويشتمه :
دهرات تورغنډي  په لويه لاره کې دترافيکي پيښې له امله يوولس تنه ټپيان شول
دغه پيښه دهرات تورغنډي په لويه لاره کې ديوه مسافر  وړونکي موټر دچپه کيدو له امله رامنځته شوه
په دې پيښه کې درې ميرمنې ، پنځه ماشومان او درې سړي ټپيان شوي دي
  دهرات  روغتون مسوولين وايي چې ددغې پيښې ددوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى
ديوبل خبر له مخې: په دوو ورونوچې دهرات ولايت دزنده جان ولسوالۍ اوسيدونکي دي غير مسوولو وسله والو کسانو له خوا ډزې شوې دي
په دغو دوو تنو چې ويل کيږي کروندګر دي دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا ډزې وشوې . 
ددغې پيښې يو ټپي په روغتون کې ساورکړه او بل يې تر درملنې لاندې دى .
دهرات  دوالي وياند جيلاني فرهاد وويل چې تراوسه پورې ددغې پيښې انګيزه نه ده روښانه شوې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته