اقتصاد

په پکتيکا کې داسعارديو جعلکار نيول

کابل باختردزمري دمياشتي ٦ :

يوتن  داسعارو دجعلکاري په تور په پکتيکاولايت کې ونيول شو.

دغه سړي کله چې غوښتل  پنځوس زره افغانۍ جعلي نوټونه  دبرملي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  په يو سرحدي بازار کې په مالونو تبديل کړي نيول شوى دى.

دپکتيکا دوالي ويندوى مخلص افغان باختراژانس ته وويل چې له دغه جعلکار څخه څيړنې پيل شوى دى.

ويل کيږي  چې له ده څخه ترلاسه شوي جعلي پيسې  له اصلي افغانۍ پيسو سره  ډير لږتوپير لري .

داپه داسې  حال کې ده  چې  جعلي افغانۍ پيسې په دې وروستيو وختو کې دافغانستان اوپه تيره بيا دکابل اوپکتيا په ځينو بازارونو کې ليدل شوي دي .

دخبرونوله مخې دغه جعلي افغانۍ په پاکستان کې چاپيږي اودبازارد ګډوډولو په مقصد افغانستان ته ر اوړل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته