کابل باخترد جوزا دمياشتې ١٣ :
د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چارو وزير نن ديو جګپوړى هيئت په مشرۍ مسکوته روان شو.
دکابل له نړيوال هوايي ډگر څخه دباخترآژانس دخبريال د خبرله مخې:
ددغه سفر هدف د روسيې د نشه يي توکو پرخلاف د مبارزې د چاروله وزيرسره کتنه او په افغانستان کې دکوکنارو دکرکيلې د له منځه وړلو په خاطر ددغه هيواد دمرستو جلبول دى.
دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دچارو وزير ضراراحمد مقبل به په دې سفرکې په افغانستان کې دنشه يي توکو دکرکيلې او قاچاقو پرخلاف په مبارزه کې د روسيې د زياتومرستو غوښتنه وکړي او ددغه هيواد له مقاماتو څخه غواړي چې د اروپايي هيوادونو په شان دافغانستان دنشه يي توکو پرخلاف د مبارزې دچارو له وزارت سره مرسته اوهمکاري وکړي.
0 1 دقیقه لوستل