فرهنګ

د خوست موزیم ته جوړ شوی هلیکوپټر وسپارل شو

متون باختر د سلواغې ۱۸ مه
د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ د حسن زیو د کلي اوسیدونکی او د شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو  پوهنځي د زده کړیال په لاس جوړ شوی هلیکوپټر نن د خوست ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست موزیم ته وسپارل شو.
د شیخ زاید پوهنتون زده کړیال رشید الله د باختر اژانس سیمه ييز خبريال ته وویل چې دغه هلیکوپټر يې په شاوخوا یوه میاشت کې جوړ کړي چې په جوړيدو يې اته زره افغانۍ لګښت راغلی دی.
هغه وايي چې د دغه هلیکوپټر په داخلي برخه کې د وزرونو د تاویدلو لپاره دوه ډاینموګانې ځای پر ځای شوي .
رشید الله زیاتوي چې په راتلونکي کې هم پلان کې لري ، څو  نور مهم توکي هم په لاس سره جوړ کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریېس محمد امین شاه الفت د رشید الله د هڅو ستاینه وکړه او هغه یې لا هم وهڅاوه څو نور هم په خپله برخه کې د ورته  فعالیتونو لمن پراخه کړي.پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته