کابل باختر دمرغومي لومړي :
د ماليې وزير اکليل حکيمي پرون د آسيا د پرمختيايي بانک (اې ډي بي) له رييس توماس پنيلا سره په افغانستان کې د انرژۍ د تامينولو، د ظرفيت د لوړولو او د بهرنۍ سوداګرۍ د پياوړتيا په موخه د ٤١٥ مليونو امريکايي ډالرو وړيا مرستې د دويم قسط موافقه ليک لاسليک کړ .
د ماليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې مرسته کې د آسيا د پرمختيايي بانک له خوا ٢٣ر١٨٨ مليونه ډالره، ٧٧ر٢٢٥ مليونه ډالره د افغانستان د بنسټيز وجهي صندوق د ګډ مالي تمويل له لارې ( اې آى ټي اف ) د بلجيم ، کاناډا ، جرمني ، هالند او د امريکا د متحده ايالاتو له خوا دغه راز يو مليون ډالره د چين د ولسي جمهوريت د صندوق له خوا د سيمه ئيزې همغږۍ او د افغانستان د دولت د بېوزلۍ د کمښت لپاره او هم پنځه مليونه ډالره له کورنيو سرچينو له خوا د دغې پروژې د دويم قسط لپاره شامله ده .
د ماليې وزير د تفاهم ګډ د لاسليک کولو په مراسموکې وويل: موږ په افغانستان کې د انرژۍ سکتور د ښه والي په برخه کې د آسيا د پرمختيايي بانک د دايمي مرستو له امله مننه کوو .
انرژي د اقتصادي ودې لپاره د افغانستان د دولت يوه اساسي او لومړيتوب لرونکې برخه ده او د افغانستان دولت په ګډه د افغانستان د خلکو د اقتصادي حالت د ښه والي او سوکالۍ لپاره د انرژۍ د برخې په وده کې د آسيا له پرمختيايي بانک سره همکاري کوي .
افغانستان له ٢٠٠٥ ميلادي کال څخه تر ٢٠١٢ کال پورې د خپلې اقتصادي ودې د کچې په پرتله د انرژۍ د غوښتنې د کابو دوه برابره زياتوالي شاهد و او همدا اوس د افغانستان د اړتيا وړ په سلوکې کابو اتيا انرژۍ له ګاوڼديو هېوادونوڅخه وارديږي.
دغه راز د افغانستان د ارنژۍ سيستم د ايران، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان په ګډون ، افغانستان ته د بريښنا د صادروونکو هېواداونو له سيستم سره اړخ نه لګوي او دې ته اړتيا ده چې د وارداتي انرژۍ د استفادې په برخه کې له افغانانو سره تخنيکي همکاري وشي.
د آسيا پرمختيايي بانک د انرژۍ د برخې د ډير ستر توليدونکي بنسټ په توګه تر اوسه پورې د افغانستان د دولت د ملي بودجې له لارې په افغانستان کې د انرژۍ له برخې سره د کابو ٢ر٢ ملياردو ډالرو مرسته کړې ده .
0 2 دقیقې لوستل