امنیت

د فراه _ فراه رود د لويې لارې پرانستل

 کابل باختردتلې د مياشتې  ٢٢  :
د فراه _ فراه رود لويه لاره د عملياتو په بهيرکې د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
دغه لويه لاره تېره اوونۍ د طالبانو په بريدونوکې د ترافيکوپرمخ تړل شوې وه.
د افغانستان په لويديځ کې د ملي اردو يوه قوماندان باختر آژانس ته وويل چې د فراه _ فراه رود لويه لاره نن يوځل بيا د ترافيکو پرمخ پرانستل شوه.
ده وويل؛ په دغو عملياتوکې طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتى ، خو دقيق شمېر يې معلوم نه دى .
د فراه _ فراه رود لويه لاره دهېواد يوه ګڼ ميشته لاره ده.
د فراه خلک او مسافرين د حکومت په کړو وړو انتقاد کوي او وايي چې دولت يوازې د فراه _ فراه رود عمومي واټ د طالبانو له شتون څخه پاکوي او نه شي کولاى د دغې لارې شاوخوا کلي له ډار اچوونکو څخه پاک کړي . همدا علت دى چې طالبان د څو ورځو په تيريدو سره بېرته  واټ ته راځي او د خلکو په وژنې لاس پورې کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته