سیاست

اجرائیه رئیس د ولسي جرګې د اقتصادي کميسيون له غړو سره وکتل

کابل –باختر د ليندۍ د مياشتې ٢٢مه:
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس نن د ولسي جرګې د اقتصادي چارو د کميسيون له رئیس او غړو سره وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د اجراييه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د دغه کميسيون غړو اجرائیه رئیس ته د هغو ستونزو په اړه وویل چې د دوی د مؤکلینو، سوداګرو او شرکتونو د مسوولینو لخوا په ګوته شوې وې.
د دغه کميسيون غړو د تيلو د هغو قراردادیانو د ستونزو په اړه چې له ترکمنستان هیواد څخه افغانستان ته تېل واردوي؛ خبرې وکړې او په دې برخه کې د ستونزو د حل غوښتنه یې وکړه.
دغه راز له یو شمېر نورو ګاونډيو هیوادونو څخه په غیر قانوني ډول د بې کیفیته تیلو د راوړلو په اړه هم د خلکو اندېښنې او معلومات له اجرائیه رئیس سره شریک شول او د ولس استازو غوښتنه وکړه چې اړوندې ادارې دې د دغو بې کیفیته تيلو د واردېدلو مخه ونیسي.
افغانستان ته په واردېدونکو سون توکو کې د معیار تضمین، د افغانستان د کانونو استخراج ته زیاته توجه، د حکومت او پانګې اچوونکو ترمنځ د باور د فضا برابرول او په ګمرکونوکې د بیروکراسۍ ختمول هغه مسئلې وې، چې نن پرې د ولسي جرګې اقتصادي کميسيون له اجرائیه رئیس سره خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په نننۍ غونډه کې وویل چې نوی حکومت به هغو اقتصادي مسایلو ته، چي ډېر اهمیت لري؛ اولویت ورکوي او ترڅنګ به یې د وزیرانو شورا اقتصادي کمېټه نورې اړوندې چارې په نږدې راتلوونکې کې ترسره کړي.
ده زیاته کړه چې د نورم او ستندرد اداره به نور ګامونه واخلي څو افغانستان ته د واردېدونکو سون توکو د کیفیت له بابته خلک ډاډه کړي.
ده وویل چی په ګمرکاتوکې د ستونزو د حل لپاره به هم اړوند چارواکي خپل فعالیتونه چټک کړي او اقتصادي دستګاه به یو مخ اصلاح او له مشکلاتو خلاصه شي.
اجرائیه رئیس یادونه وکړه چې په غیر قانوني توګه او له محصوله پرته د واردېدونکو سون توکو د مخنیوي لپاره به هم اجراآت وشي او د غیر اصولي معافیتونو مخه به ونیول شي. #  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته