سیاست

د جمهور رئيس د ډاډګيرنې پيغام

کابل_باختر د وږي د مياشتې١٩مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د ډاډګيرنې پيغام
په تاسف سره مې اطلاع حاصله کړه چې د افغانستان د کلتور او تاريخ لويه خدمتګاره مېرمن نانسي دوپرې د ورپېښې ناروغۍ له کبله ساه ورکړه او له فاني دنيا یې رخصت واخيست.
مېرمن دوپرې د خپل نوي کلن ژوند ډېره لويه برخه د افغانستان د خلکو ، فرهنګ او تاريخ په خدمت کې تېره کړه.
دې نړیوالو ته د افغانستان د ورپېژندلو لپاره کتابونه ولیکل. له خپل مېړه پروفېسر لویي دوپرې سره یې د ګران هیواد ګوټ ګوټ ته سفرونه وکړل او د افغانستان د لرغونو ځایونو په تثبیت او معرفي کې يې برخه واخيسته.
په افغانستان کې د ناکراریو له پیل او د میلیونونو افغانانو له مهاجر کېدو وروسته هم مېرمن دوپرې افغانستان هېر نه کړ.
دا له خپل مېړه سره پېښور ته لاړه چې د افغانستان خلکو او فرهنګ ته خدمت وکړي.
دې په پېښورکې د افغانستان د معلوماتو مرکز تاسیس کړ چې د ګران هېواد په اړه  اسناد پکې خوندي او له ضایع کېدو وساتل شي.
اوس په دغه مرکز کې چې په کابل پوهنتون کې خپله ودانۍ لري، د افغانستان په اړه په لسګونو زره  اسناد ساتل کېږي او په ټوله دنيا کې د افغانستان پېژندونکو لپاره یوه مهمه سرچینه ده .
دغه راز مېرمن دوپرې د افغانستان د لوټ شويو لرغونو اثارو په بيا ستنولو کې د قدر وړ کوښښونه وکړل.
مېرمن دوپرې به افغانستان خپل اصلي کور باله او وصيت يې کړى و چې د خپل مېړه د قبر په خوا کې دې په کابل کې خاورو ته وسپارل شي. دې د ناروغۍ په وختونو کې هم بهتره وبلله چې په کابل کې پاتې شي او همدلته يې ساه ورکړه.
د مېرمن دوپرې مړينه يوه ضايعه ده .
د هغې د مړينې په مناسبت د هغې کورنۍ، همکارانو او د افغانستان د تاريخ او فرهنګ ټولو مينه والو ته تسليت وايم.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته