فرهنګ

ديوې مجسمي سر داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ته وسپارل شو

٢٧ – کابل باختردليندي دمياشتې ٢٧ :

ديوې مجسمي سرچې په پکتيکا ولايت  کې  ترلاسه شوي دي نن ددغه ولايت  دامنيه قوماندانۍ  اوپه کابل کې دپولند دسفير له  خوا دا طلاعاتو اوفرهنگ  وزير ډاکترسيدمخدوم رهين ته وسپارل شو.

دباختراطلاعاتي اژانس دخبريال دخبرله مخې  په هغو مراسمو کې چې له همدي امله  پرځاى شول داطلاعاتو اوفرهنگ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين وويل دغه اثر  له ميلاد څخه مخکې له لومړي څخه تردريمې پيړۍ پوري اړه لري اودپکتيکا ولايت دښرنې په ښارکې دپولنډي دوستانو په همکاري دپوليسو لاسته ورغلي دي .

ډاکتر رهين زياته کړه چې په غزني کې دپولنډي پوځيانو په پاملرنې سره له نيکه مرغه دغزني اوپکتيکا دولايتونو پوليس ښه روزل شوي دي   او دمجسمې سردپوليسو دځواکونو دعملياتو په بهيرکې چې دپولنډي ځواکونو په لارښوونه ترسره شول ترلاسه شوي دي.

ډاکتررهين  دپکتيکا ولايت دامنيه قوماندان دولت خان ددغه  ولايت له پوليسو  او دپولنډي دوستانو دهمکاري له امله چې په بيلابيلو برخو  په تيره بيا دپوليسو په روزنه کې يې هلې ځلې کړي دي قدرداني وکړه.

په کابل کې دپولنډ سفير ماسيج لانګ هم خبري وکړي او ويي ويل  هغه تاريخي اثار  چې په افغانستان کې دي دافغانستان دتاريخ اودهغه دتيرو دورو روښانه ښکارندوى دي.

 په همدي مقصد بايد ووايو  چې افغانستان زيات اثار لري چې افغانان بايدورباندې ووياړي .

ډاکتر رهين دمراسمو په پاى کې ددغې مجسمي سر دساتنې په مقصد ملي موزيم رييس عمراخان مسعودي ته وسپاره .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته