فرهنګ

دخبريالانو پرخلاف دتاوتريخوالي دقضيو دڅيړنې په خاطر خاص کميسيون جوړيږي

کابل باختر دوري دمياشتې  ١٦ :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت په وړانديز اودجمهوري  رياست دعالي مقام په منظورۍ  ټاکل شوې ده  دلوي څارنوالۍ ، دکورنيو  چارو  او داطلاعاتو اوفرهنګ دوزارتونو  اودملي امنيت دلوى رياست داستازو اودخبريالۍ په چارو کې دلوړو زده کړو اوتجربه لرونکو  ددوو تنو کارپوهانو په ګډون  يو خاص  کميسيون جوړشي  چې دخبريالانو او دخبر رسولو په برخې پورې  دنورو اړوندو کسانوپرخلاف په تاوتريخوالي پورې بيلابيلې اړوندې  قضيې تعقيب کړي  اودخپلو کړنو په باب ټولو خلکو ته خبر ورکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ وزير ډاکترسيدمخدوم رهين په دې اړوند دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه واکمن کميسيون دتحقيق دپړاونو له بشپړيدو وروسته دخبريالانو اودخبر رسولو د برخې دنورو کارکوونکو پرخلاف د تاوتريخوالي  په قضيو پورې اړوندې دوسيې بيا څيړي او تعقيبوي  اوپه ډير لنډ ممکن وخت کې دخپلو کړنودنتيجو په باب ټولو ته خبر ورکوي .
دغه کميسيون به واک ولري  چې داړتيا په صورت کې پخوانۍ قضيې هم بياوڅيړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته