کابل باختر د مرغومي دمياشتې ٢٠ :
دمهاجرينو د راستنولو د چارو وزير نن د مهاجرت د نړيوال سازمان له مرستيالې سره د همکارۍ تفاهم ليک لاسليک کړ.
دباخترآ ژانس د خبريال دخبرله مخې:
ددغه تفاهم ليک له مخې: د مهاجرت نړيوال سازمان د اړوندوکارکوونکو د ظرفيت د لوړولو او دغه راز د راستنوشويو کسانو د ميشت کولو په برخه کې د مهاجرينو د راستنولو د چارو له وزارت سره مرسته کوي.
د مهاجرنيو د راستنولو د چارو وزير سيدحسين عالمي بلخي د دغه موافقه ليک له لاسليک کولو وروسته وويل چې د مهاجرت نړيوال سازمان يا (I O M ) په تخنيکي برخو، دغير قانوني مهاجرتونو له امله د رامنځته شويو خطرونو په برخه کې دخلکو د پوهاوي د کچې د لوړولو ، له داخلي بېځايه شويوکسانو سره د مرستې او د هغوى دبيا ميشت کولو او د افغان ماهرانو استخدام په برخه کې له دغه وزارت سره مرسته کوي.
دغه راز د مهاجرت د نړيوال سازمان مرستيالې ميرمن (لورا تاسن) هم خبرې وکړې او ويې ويل: غير قانوني مهاجرتونه زياتې ستونزې او آن د سر د زيان خطرونه لري او دغه اداره هلې ځلې کوي چې د دغه تفاهم ليک د مادو په عملي کولو کې په نظر وړ برخوکې د مهاجرينو د راستنولو د چارو له وزارت سره مرسته وکړي .
دې وويل: زموږګډ اقدام کولاى شي بېځايه شويو او راستنولوکسانو ته د ژوندانه ښه شرايط برابري کړي.
د مهاجرت نړيوال سازمان يا ( I O M ) له ١٩٩٢ ميلادي کال را په دې خوا په افغانستان کې شتون لري او د مهاجرينو او بېځايه شويوکسانو په برخه کې يې د افغانستان له حکومت سره همکاري کړې ده .
0 1 دقیقه لوستل