کابل – باختر- دزمري شلمه :
درې تنه پاکستاني طالبان په نورستان ولايت کې له پوځيانو سره په نښته کې ووژل شول .
دغه جګړه تيره شپه په وايګل ولسوالۍ کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان بريد وکړ او دپوځيانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه جګپوړې قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې درې تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
ده وويل چې په يرغلګرو دپوځيانو دسپرلۍ په کاروان دبريد په وخت کې ددوى له خوا ډزې وشوې .
0 د یوې دقیقې څخه لږ