ښوونه او روزنه

دپوهنې وزارت اويا زره تنه د نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې مني

-کابل باختر د وري  دولسمه
  دپوهنې وزير نن  په يوه خبري غونډه کې وويل  ، اويازره تنه ځوانان د نيمه لوړو زده کړو په موسسو کې منو .
دباختر اژانس دخبر له مخې، دپوهنې وزير فاروق  وردګ په دې غونډه کې زياته کړه: ددولسمو  ټولګيو اويازره تنه فارغان دنيمه لوړو زده کړو په  ٢٧٤ موسسو کې  چې داسلامي ، تخنيکي او مسلکي او دښوونکو دروزنې تعليمات پکې شامل دي جذبوي .
دپوهنې وزير زياته کړه  چې ددوى جذب دمنلو د په پام کې نيول  شويو معيارونو چې لوړ نمره ، اړتيا ، ظرفيت او علاقمندي پکې شامله ده ترسره کيږي .
ده وويل  په ټول هيواد کې تراوسه پورې يو اعشاريه  څلور مليونه نوي زده کوونکي دهيواد په پوهنه کې جذب شوي دي خو پنځوس زره ښوونکي کم دي .
ده دپوهنې د يو لړ پروګرامونو په باب معلومات ورکړل  اوزياته يې کړه ،دهيواد  دپوهنې دپروګرامونو د بشپړولو لپاره درې اعشاريه اوو ملياردو ډالرو ته اړتيا  ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته