ټولنه

پنځلس پرمختيايي پروژې ګټنې اخستنې ته وسپارل شوې

 کابل / باختر د لړم  د مياشتې  ٧  :
په ميدان وردګو ولايت کې ١٥ پرمختيايي پروژې ګټې اخستنې ته وسپارل شوې.
په دغو پروژوکې په پنځو کليوالي سړکونو د کريړ اچول، د وګړنيو غونډو لپاره د دريو سالونونو جوړول، د اوبو د پنځو کانالونو او د څښاک د اوبو د دوو څاګانو کيندل شامل دي چې په بهسودو ولسوالۍ کې  ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي.
دغه پروژې د شلو مليونو افغانيو په لګښت چې د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزارت د ملي پيوستون د پروګرام له خوا ورکړ شوى دى؛ لګول شوې دي.
د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د دغو پروژو د پرانستلو په مراسموکې وويل چې له ددغو پروژوله ښيګڼوڅخه به دبهسودو ولسوالۍ څه دپاسه ٢٠ زره کورنۍ  ګته واخلي .
ده له خلکو څخه وغوښتل چې له دغو پروژوڅخه دې په ښه توګه استفاده وکړي او د ساتنې په لاره کې يې هلې ځلې وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته