ښوونه او روزنه

خبرتيا

کابل/ د تلې ۱۵ مه / باختر
د پوهنې وزارت خبرتيا
د پوهنې وزارت په پام کې لري په بېلابېلو تعليمي کچو د زده کوونکو د تعليمي سويې د ښې څېړنې په موخه د ملي، معياري، ساده او د لاسرسي وړ "پوښتنو بانک" د هېواد په کچه په آنلاين ډول جوړ کړي او د تشريحي، څلورځوابه، سم او ناسم او خانه خالي ډول ډول پوښتنې پکې ځاى کړي.
له دې امله د ښوونې او روزنې برخې د نظر له ټولو خاوندانو، ښوونکو، استادانو، څېړونکو، ليکوالانو او نورو فعالانوڅخه غوښتنه کېږي چې د بېلابېلو تعليمي څانګو له مخې، خپلې معياري پوښتنې دې د [email protected] ايمل له لارې او يا د هغه سافت په حضوري ډول د ګلبهار سنټر په لسم پوړکې دپوهنې وزارت دعمومي تعليماتو د لوى رياست د اساسي او ثانوي تعليماتو رياست د پوښتنو بانک لوى مديريت سره شريک کړي.
يادونه: د پوهنې وزارت د غوره معياري پوښتنو لسو استوونکو ته ستاينليکونه په پام کې نيولي دي.
ختم – ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته