روغتیا

د عامې روغتيا وزير: د درملو د سيستم او د روغتيايي محصولاتو قانونمند کول د عامې روغتيا وزارت لومړيتوب دى

کابل باختر دزمري  نولسمه :
د درملو د چارو او د روغتيايي  محصولاتو د تنظيم د سيستم د پياوړتيا او د تشو د له منځه وړلو په موخه د عامې روغتيا وزارت نن په کابل کې يو ورکشاپ جوړ کړ .
په دې ورکشاپ کې د کابل پوهنتون د فارمسي د پوهنځي استادانو، فارمسستانو او د فارمسۍ د چارو د رياست درمل جوړونکو، د درملو او د طبي محصولاتو د چارو د تنظيم د ملي ادارې مسلکي کارکوونکو، د درملو يوشمېر سوداګرو او د درملو د ټوليدي فابريکو مصديانو ګډون کړى و.
د باخترآژانس دخبريال دخبر له مخې:
د دغه ورکشاپ د پرانستلو په غونډه کې د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز د دغه وزارت په چوکاټ کې د درملو او د روغتيايي محصولاتو د چارو د تنظيم د ملي ادارې جوړول يو ګټور او ارزښتناک ګام وباله او ويې ويل چې دغه اداره په هېوادکې د درملو او د روغتيايي محصولاتو د کيفيت په کنترولولوکې ښه رول لوبوي او په شفاف ډول په هېوادکې د درملو او د روغتيايي محصولاتو د چاروسيستم څاري .
د عامې روغتيا وزير وويل چې د بې کيفته درملو او د روغتيايي محصولاتو واردول هم اقتصادي زيان او هم روغتيايي تاوان لري او دغه نوې جوړه شوې اداره په ټول هېوادکې د بې کيفته درملو او روغتيايي محصولاتو  د قاچاقو مخه نيسي .
ډاکتر فيروز څرګنده کړه چې د درملو او روغتيايي محصولاتو توليدي او واردونکي شرکتونه دې بايد د درملو او د روغتيايي محصولاتو د چارو د تنظيم د ملي ادارې له لارښوونو سره سم خپل فعاليتونه عيارکړي، له دې پرته دخپل فعاليت جواز له لاسه ورکوي او د درملو او د روغتيايي محصولاتو د چارو په سيستم قانونمندکول د عامې روغتيا وزارت پاليسي ده  .
ده وويل: دهېوادپه سلوکې  پنځه نوي لګښتي درمل  له هېواد څخه په بهرکې برابريږي او د عامې روغتيا وزارت هڅه او هاند کوي چې په هېوادکې د درمل جوړولو صنعت ته پراختيا ورکړي او له دې امله د درملو د توليد د برخې پانګې اچوونکو ته د يادونې وړ مرستې په پام کې نيولې شوې دي .
په دې ورکشاپ کې د درملو او د روغتيايي محصولاتو د چارو د تنظيم د ملي ادارې اجرائيوي رييس ډاکتر نور شاه کامه وال د شتو ستونزو او تشو او د هغو د له منځه وړلو د لارو چارو او هم د دغې ادارې د کاري استقامتونو په باب څرګندونې وکړې .
وروسته په افغانستان کې د نړۍ د روغتيايي سازمان استازي صفي الله نديب او د افغانستان د متشبثينو د مشورتي عالي بورد د مديره هيئت رييس رحم الدين حاجي آغا په هېوادکې د درملو دسيستم دلارې پرسر د پرتو ستونزو او خنډونو په باب خبرې وکړې او د دغې شخړې د حل کولو لپاره يې  يولړ طرحې وړاندې کړې.
په دې ورکشاپ کې برخه الو په ډله ئيزه توګه د تشو او نيمګړتياوو د معلومولو او د هغو د ډکولو د لارو چارو په باب خبرې وکړې او هم يې د درملو او روغتيايي محصولاتو د چارو د تنظيم د ملي ادارې د کاري استقامتونو د ښه والي لپاره يولړ پيشنهادونه وړاندې کړل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته