باميان باختردتلې د مياشتې ٢٤ نيټه :
د باميانو ولايت د ملي امنيت منسوبينو پرون د دغه ولايت په مرکزکې د وسلو او مهماتو يوه ډيپوکشف کړه.
د باميانو ولايت د ملي امنيت رئيس د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: له دغې ډيپو څخه سپکې وسلې، د هاوان او توغندي ماينونه او لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.
تر اوسه پورې د دغې قضيې په اړوند څوک نه دي نيول شوي او تحقيقات دوام لري.
پاي ج ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ