– کابل باختر دزمري نولسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت اجراييه رييس نن د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له پخواني وزير عبدالرزاق وحيدي سره په کتنه کې وويل: د څيړنو په نتيجه کې ثابته شوه چې تاسو د ترسره شويو ادعاګانو په باره کې هيڅ مسووليت او دخالت نه لرئ.
د اجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې د هېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه : دهغو اوږدو پړاوونوله وهلو وروسته چې بايد دومره وخت يې نه واى نيولى، تورونه ناسم ثابت شول او لوى څارنوالۍ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د پخواني وزير د برائت حکم صادر کړ .
د هېواداجراييه رييس عبدالرزاق وحيدي ته په خطاب کې وويل: تاسو د يو وطندوست شخص په توګه هغه څه مو چې په توان کې لرل، ترسره کړي دي او د څيړنو له مخې ثابته شوه چې ستاسو په کاري چاروکې هيڅ راز ستونزې شتون نه درلود .
دغه راز د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزير عبدالرزاق وحيدي د هېواد د اجراييه رييس د اعتماد له امله د قدردانۍ په څرګندولو سره وويل چې د خپل دولتي کار په ټول دوران کې په تېره بيا د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې شفافيت او ځواب ورکولو ته حاضر دى .
ده زياته کړه چې د يوه مسوول فرد په توګه په شفافيت او حساب ورکولو باور لري او دغه موضوع يو اساسي بحث دى ، خو هيله لري چې په دې اړوند د کابينې هيڅ يو غړى استثنا نه شي او هرڅوک بايد ځواب ورکوونکى و اوسي .
وروسته د هېواد اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په وزارت کې د عبدالرزاق وحيدي د کار په دوران کې د ده د هڅو او هاند له امله قدرداني وکړه او ويې ويل چې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ پخواني وزير خپل مسووليت په هلوځلو سره ترسره کړ .
د هېواد اجراييه رييس زياته کړه چې د دغه وزارت پخواني وزير په زغم سره همکاري وکړه چې دغه قضيه روښانه شي . څرنګه چې د مخابراتو د عوايدو او د وخت د مديريت بحث يو ډير مهم بحث دى چې عوايد يې په شفاف ډول راټول شي .
ډاکتر عبدالله عبدالله څرګنده کړه: دغه قضيه او د هغې د څيړنې څرنګوالى کولاى شي له موږ سره مرسته وکړي چې په راتلوونکې کې څوک له دغه برخليک سره مخامخ نه شي .
0 2 دقیقې لوستل