امنیت

طالبانو دجوين ولسوالۍ دپرمختيا شورا رييس وتښتاوه .

کابل باختر دوږي  دولسمه :
دجوين ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس   دطالبانو له خوا وتښتول شو.
  دفراه ولايت دجوين ولسوال محمد يار دباختراژانس خبريال ته وويل، دغه پيښه نن سهار هغه وخت وشوه چې دجوين ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس غلام حيدر له خپل  يوه ملګري سره په يو موټر کې دفراه ښار له مرکز څخه دجوين ولسوالۍ ته روان و دطالبانو له خوا له موټر څخه ښکته کړى شواو نامعلوم ځاى ته  ليږدول شوى دى .
  دولسوال دڅرګندونو له مخې، تراوسه پورې دده د برخليک په باب خبر نه دى ترلاسه شوى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته