ټولنه

د ډاډ ګېرنې او خواخوږۍ پيغام!

کابل باختر د زمري ١٥ مه
د افغانستان د پخواني جمهور رييس حامد کرزي د ډاډ ګېرنې پيغام.
په ژورې خواشينۍ سره مې خبرترلاسه کړ، چې ديني جيد عالم جهادي مشر او د افغانستان د شيعه  عالمانو د شورا رييس او د تقليد يو مرجع حضرت ايت الله العظمي شيخ محمد اصف محسني په حق ورسېد .
اروښاد شيخ محمد اصف محسني روحاني شخصيت، پوه او علم دوست و چې د خپل عمر زياته برخه يې د اسلامي ټولنيز علومو او اسلامي اخوت په برخو کې د خاضعانه مجاهدت په لاره کې خپل هېواد او خلکو ته خدمت ته وقف کړ او زيات علمي اثار يې پرېښودل .
د ارواښاد مړينه يوه ستره ضايعه بولم او د خپلې ژورې خواخوږۍ او ډاډګېرنې مراتب د ارواښاد  د کورنۍ غړو، دوستانو او پيروانو ته يې څرګندوم او د الله ( ج )  له دربار څخه  ارواښاد ته د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر هيله کوم.
  ختم _ ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته