ټولنه

د کندز د روغتونونو ډاکترانو د انسان تښتونې د زياتوالي پرخلاف غبرګون کې اعتصاب وکړ

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٣
د کندز ولايت د خصوصي او دولتي روغتونونو ډاکتراو او کارکوونکو د انسان تښتونې د زياتوالي پرخلاف غبرګون کې نن په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.
دوى په داسې حال کې چې د کندز په مرکزي روغتون کې راټول شوي وو؛ دولت ته خبردارى ورکړ: که چيرې د خلکو امنيت تامين نه کړي او د انسان تښتونې پديدې ته پاملرنه ونه کړي؛ خپل کاري اعتصاب ته به دوام ورکړي.
دغه اعتصاب په ښکاره په کندزکې د يوه ډاکتر د کوچنى ماشوم له تښتونې وروسته شوى دى.
د اعتصاب يوه برخه وال ډاکتر شير خان وصيم د باختر آژانس له خبريال سره په خبروکې د کندز د والي او د امنيه قوماندان په ګډون په سيمه ييزو مسوولينو په دغه ولايت کې د انسان تښتونې د پديدې په وړاندې د بې پروايى او نه پاملرنې تور ولګاوه .
ده وويل چې دوى له يوې اوونۍ راپه دې خوا د يوه ډاکتر د تښتول شوي ماشوم په لټه کې دي، خو د کندز والي په دغې پيښې بې خبري ښيي.
ډاکتر وصيم له دولت څخه وغوښتل چې دخلکو دامنيت تامينولو ته دې پاملرنه وکړي او د انسان تښتوونکو ډلو پرضد په جدي مبارزې سره دې په کندزکې ددغې پديدې جرړې وباسي؛ له دې پرته به دوى خپل اعتصاب ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د کندز والي وايي چې ددغه ولايت امنيتي او استخباراتي دستګاوې له انسان تښوونکو ډلو سره د مبارزه لپاره پراخ پروګرام لري.
ده وويل چې په وروستيو دووکلونوکې په دغه ولايت کې په لسګونو انسان تښتوونکې ډلې دړې وړې شوي دي.
دغه سيمه ييز مقام د روغتون له اعتصاب کوونکو ډاکترانو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې خلک ته د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو ته دې دوام ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته