سیاست

دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دسويډن دشاهي هيواد له سفير سره وکتل .

کابل باختر د غبرګولي نولسمه :
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست نصير احمد انديشه نن په کابل  کې دسويډن دشاهي هېواد له سفير اندرز سوبرګ سره وکتل .
دبهرنيو چارو وزارت دوياند دفتر باختراژانس ته خبرورکړ.  لومړى دبهرنيو چارو وزارت سرپرست ددغه وزارت دپروګرامونو په باب خبرې وکړې په نورو برخو کې له افغانستان سره دسويډن  دارزښتناکو  همکاريو له امله دمننې او قدردانۍ په څرګندولو سره په دغو پروګرامونو کې ددغه هېواد دتخنيکي همکاريو غوښتنه وکړه .
دبهرنيو چارو وزارت سرپرست دغه راز دافغانستان لپاره داوبو دديپلوماسۍ دارزښت په اړوند خبرې وکړې او دې ته په اشارې سره چې سويډن داوبو دحقوقو او داوبو دمنابعو دمديريت په برخه کې  دنړۍ يومعتبر علمي اوڅيړنيز مرکز لري په دې برخه کې  يې دانرژۍ او اوبو وزارت دآبي منابعو  دمديريت يوشمير تخنيکي کارکوونکو او دبهرنيو چارو وزارت داوبو دديپلوماسۍ  دبرخې دکارکوونکو دروزنې په برخه کې ددغه هېواد دهمکارۍ غوښتنه  وکړه .
وروسته دسويډن دشاهي هيواد سفير  خبرې وکړې او ويې ويل چې سويډن دسندونو دارشيف په برخه کې يو مخکښ هېواد دى اوپه کابل کې  ددغه هېواد سفارت به خوښ وي چې ددغه سفارت يوغړى چې په دې برخه کې زيات تخصص او تجربې لري دخپلو نظريو په شريک کولو سره دبهرنيو چارو له وزارت سره همکاري وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته