فرهنګ

د چک جمهوريت سفير د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچاروله معينې سره وکتل

کابل باختر د سلواغي  لسمه :
د چک جمهوريت سفير پرون د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د خپرونو د چاروله معينې سره وکتل.
دچک جمهوريت سفير په دې کتنه کې ددواړو هيوادونو افغانستان او چک ترمنځ دفرهنګي همکاريو دتفاهم ليکونو په باب زيات جزئيات بيان کړل اوکابل ته يې دچک جمهوريت دموزيم دمسوولينو دسفر خبر ورکړ.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې سمين حسن زاده هم له چک  جمهوريت او له نورو اروپايي هيوادونوسره د فرهنګي اړيکو  د پراختيا او پياوړتيا په لاره کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت علاقمندي اعلام کړه او ويې ويل: د همکاري د موافقه ليکونو لاسليک د دواړوهيوادونو ترمنځ د دوستانه اړيکو د ټينګښت سبب کيږي او د دې فرصت برابروي چې د دواړو هيوادونو خلک د يوبل له فرهنګ او له ډول ډول فرهنګي جاذبو سره  بلد شي او دغه بلدتيا له شک پرته په نړيوالو اړيکوکې د دواړو هيوادونو د مقام او اغيزې په تثبيتولوکې کيداى شي اغيزمن وي .
دچک جمهوريت سفير په پاى کې د عکس د نندارتون په جوړولوکې د خپرونو د چارو د معينيت د همکاري غوښتنه وکړه چې ټاکل شوې ده په هرات ولايت کې  جوړ شي .
د يادونې وړ ده چې په دې نندارتون کې له نږدې څلويښت کاله مخکې څخه نږدې  پنځوس تور او سپين عکسونه شته چې د چک جمهوريت ديوتن حرفوي عکاس له خوا د هرات ولايت د خلکو له ورځنې ژوندانه څخه اخستل شوي دي.
د يادونې وړ ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو د چارو معينې دچک  جمهوريت له سفيرسره د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د چک جمهوريت  د جمهورو رييسانوپه وړاندې په دې وروستيو وختوکې په کابل کې د دواړوهيوادونو ترمنځ دفرهنګي همکاريوتفاهم ليک لاسليک کړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته